قُلْ أَنْفِقُوا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا لَنْ يُتَقَبَّلَ مِنْكُمْ إِنَّكُمْ كُنْتُمْ قَوْمًا فَاسِقِينَ
ته اووایه خرچ کوئ په خوښه یا په ناخوښه هیڅ کله به قبول نکړی شی ستاسونه یقیناً تاسوقوم یئ نافرمان -
دی آیت کښی هم دوه صفات قبیحه دی د منافقینو (أَنْفِقُوا) دا امرپه معنیٰ دخبردی یعنی دانفاق دواړه قسمونه په نه قبلیدلو کښی برابردی دا آیت دلیل دی په دی خبره چه نیک اعمال په کفراوپه نفاق سره باطلیږی (فَاسِقِينَ) دفسق نه مراد فسق اعتقادی دی یعنی کفر -