التوبة ۵۱

قُلْ لَنْ يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَنَا هُوَ مَوْلَانَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ

ته اوایه هیڅکله اوبه نه رسی مونږته مگرهغه څه چه مقررکړی دی اللّه تعالٰی مونږلره هغه مولا زمونږدی اوخاص په اللّه تعالٰی دی ځان سپاری مؤمنان -

دااول جواب دی منافقانوته چه کله هغوی په مصیبت د مؤمنانوخوشحاله شی نوهغوی ته به داسی جواب کیدی شی اودا دلیل دی چه تقدیرد اللّه تعالٰی لیکلی شوی دی دمخکښی نه اوپه هغی باندی ایمان راوړل فرض دی (هُوَ مَوْلَانَا) په دی کښی اشاره ده چه په تقدیرد اللّه تعالٰی کښی هرقسم خیردی دپاره دمؤمنانو (وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ) یعنی ایمان په تقدیرباندی مستلزم دی توکل کولو لره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل