إِنْ تُصِبْكَ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِنْ تُصِبْكَ مُصِيبَةٌ يَقُولُوا قَدْ أَخَذْنَا أَمْرَنَا مِنْ قَبْلُ وَيَتَوَلَّوْا وَهُمْ فَرِحُونَ
که اورسی تاته خوشحالی نوخفه کوی دوی لره اوکه اورسی تاته څه مصیبت نووائی دوی یقیناً عمل کړی دی مونږپه تدبیرخپل مخکښی ددینه اواوگرځی دوی (ستاسونه) اوحال دادی چه دوی خوشحالی کوی -
داهم زورنه ده منافقینوته اوپه دی کښی دهغوی دری صفات قبیحه دی (أَخَذْنَا أَمْرَنَا) مراد ددی نه خپل ځان ته هوښیاروئیل دی چه دهغی د وجی نه دقتال نه پاتی شول (تَسُؤْهُمْ) دادحسد دوجی نه - (حَسَنَةٌ) مراد ددی نه نصرت او غنیمت دی -