لَوْ خَرَجُوا فِيكُمْ مَا زَادُوكُمْ إِلَّا خَبَالًا وَلَأَوْضَعُوا خِلَالَكُمْ يَبْغُونَكُمُ الْفِتْنَةَ وَفِيكُمْ سَمَّاعُونَ لَهُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ
که دوی وتلی وی په لښکرستاسوکښی نه به وو زیات کړی دوی تاسولره مگرنقصان او خامخا منډی به وهلی وی دوی په مینځ ستاسوکښی (په چغل خورئ سره) غواړی دوی په تاسوکښی اختلاف اوپه (لښکر) ستاسوکښی جاسوسان ددوی شته او اللّه تعالٰی ښه پوهه دی په ظالمانوباندی -
دی آیت کښی مؤمنانوته تسلی ده په پاتی کیدلو منافقانو دجهاد نه اوزورنه ده منافقینوته په ذکرد پنځه صفاتو قبیحو اودا علت دی دپاره د كَرِهَ اللَّهُ اه یعنی ددوی په وتلوکښی ډیرمفاسد دی (إِلَّا خَبَالًا) که ماقبل کښی لفظ دشیئاً مقدرشی نودا استثناء متصل ده اوکه خیرامقدرشی نواستثناء منقطع ده اوله توجیه غوره ده (الْفِتْنَةَ) مراد ددی نه اختلاف او دجهاد نه واپس کول اوددین نه اړول دی (وَفِيكُمْ) په دی کښی مراد هغه منافقان دی چه په سفردتبوک کښی شریک وؤ دپاره دجاسوسئ کولو -