التوبة ۴۸

لَقَدِ ابْتَغَوُا الْفِتْنَةَ مِنْ قَبْلُ وَقَلَّبُوا لَكَ الْأُمُورَ حَتَّى جَاءَ الْحَقُّ وَظَهَرَ أَمْرُ اللَّهِ وَهُمْ كَارِهُونَ

یقیناً‌ غوښتلی وه دوئ‌ فتنه مخکښی ددی نه او جوړکړی وو دوی ستاپه خلاف کښی ډیرمکرونه تردی چه راغی حق اوښکاره شودین د اللّه تعالٰی اودوی بدگنړی -

په دی کښی هم زورنه ده منافقینوته په ذکرددریوصفات قبیحو اودا دلیل دی دپاره دلزوم دهغه مفاسدو چه په تیرشوی آیت کښی ذکر دی (لَقَدِ ابْتَغَوُا الْفِتْنَةَ) په دی کښی اشاره ده ښکاره کولودمنافقت ته په تیرشوؤ غزاگانوکښی لکه غزوه احد او غروه احزاب (وَقَلَّبُوا لَكَ الْأُمُورَ) ددی یومطلب دادی چه دوی دپیغمبردقتلولو دپاره وخت په وخت تدبیرونه جوړکړی وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل