وَلَوْ أَرَادُوا الْخُرُوجَ لَأَعَدُّوا لَهُ عُدَّةً وَلَكِنْ كَرِهَ اللَّهُ انْبِعَاثَهُمْ فَثَبَّطَهُمْ وَقِيلَ اقْعُدُوا مَعَ الْقَاعِدِينَ
اوکه دوی نیت لرلی دوتلودجهاد خامخا دوی به تیاری کړی وی هغی لره دسامان لیکن بد گنړلی دی اللّه تعالٰی پورته کیدل ددوی (جهاد دپاره) پس منع ئی کړل دوی لره (دوتلودجهاد نه) او اوئیلی شو دوی ته کینئ د کیناستونکوسره -
دی آیت کښی هم زورنه ده منافقینوته چه هغوی دجهاد نیت هم نه لری اونه دهغی دپاره تیاری کوی ځکه چه لفظ دلَو دلالت کوی په نفی باندی اوتیاری نه کول مخالفت دهغه امرنه دی چه په سورة انفال (۶۰) وؤ اوپه دی آیت کښی دوه صفات قبیحه دمنافقینودی (وَلَكِنْ) نه روستودری جملی دلیل دی چه معصیتونو دانسانانوپوری اراده د اللّه تعالٰی متعلق ده (انْبِعَاثَهُمْ) دجهاد دپاره تلل په صحیح نیت سره نه وؤ اوپه ناراستئ وؤ ددی وجی نه په دی لفظ سره تعبیراوشو په لفظ دخروج سره ئی تعبیرنه دی کړی (قِيلَ) داقول د تقدیرالٰهی دی یاقول د رسول اود صحابودی منافقانوته (قَاعِدِينَ) نه مراد ړانده او گوډ اوزنانه او واړه دی -