إِنَّمَا يَسْتَأْذِنُكَ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَارْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ فَهُمْ فِي رَيْبِهِمْ يَتَرَدَّدُونَ
یقیناً اجازت غواړی ستانه (دجهادپریخودلو) هغه کسان چه نه لری ایمان په اللّه تعالٰی اوپه ورځ روستنئ اوشک کړیدی زړونوددوی پس دوی دوجی دشک نه گډوډ دی -
دی آیت کښی زورنه ده منافقینوته اوپه دی کښی هم هغوی څلورصفات قبیحه ذکردی اودلته استیذان په باره دپريښودلوجهاد کښی مرادی (وَارْتَابَتْ) دا صیغه دلالت کوی په کلک شک باندی چه هغه په طریقه دانکارسره دی اودا علت دی دلایؤمنون دپاره (يَتَرَدَّدُونَ) یعنی حیران دی چه دمؤمنانوسره شی اوکه دکافرانوسره شی -