لَا يَسْتَأْذِنُكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ أَنْ يُجَاهِدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالْمُتَّقِينَ
اجازت نه غواړی ستانه هغه کسان چه ایمان لری په اللّه تعالٰی اوپه ورځ روستنئ (په پریخودلوددی) چه جهاد اوکړی په مالونو خپلو او نفسونو خپلوسره او اللّه تعالٰی پوهه دی په متقیانوباندی -
دی آیت کښی صفت دمؤمنانو ذکر دی چه هغوی بغیردعذرنه دجهاد نه نه پاتی کیږی اونه د پیغمبرنه د پاتی کیدلو اذن غواړی - سوال: په سورة نور (۶۲) کښی صفت دمؤمنانو استیذان دی ا ودلته عدم استیذان؟ جواب: دادی چه په هغه سورة کښی ذکرداستیذان دی دپاره درخصت کیدلو دمجلس د نبی ﷺ نه اوپه دی سورة کښی ذکر داستیذان دی دپریخودلو دجهاد -