التوبة ۴۳

عَفَا اللَّهُ عَنْكَ لِمَ أَذِنْتَ لَهُمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَتَعْلَمَ الْكَاذِبِينَ

معافی کړی دی تاته اللّه تعالٰی په څه وجه اجازت اوکړو تا دوی ته ترهغی چه ښکاره شوی وی تاته هغه کسان چه رشتیاوایئ اوپیژندلی وی تادروغژن -

په دی آیت کښی په نیزدعمرو بن میمون عتاب دی رسول اللّٰه ﷺ ته په نرمی لهجی سره ځکه چه رسول اللّٰه ﷺ بعضی منافقینوته اجازت ورکړی وؤ دپاتی کیدلو دجهاد نه کله چه هغوی اجازت طلب کړی وؤ لیکن رسول اللّٰه ﷺ پوهه نه وؤ دهغوی په دروغوباندی نوپه دی څه گناه په نبی ﷺ باندی نیشته اوقاضی عیاض په شفاء کښی وئیلی دی چه دا عتاب نه دی -
فائده: اودا آیت صریح دلیل دی چه دا عتاب نه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل