لَوْ كَانَ عَرَضًا قَرِيبًا وَسَفَرًا قَاصِدًا لَاتَّبَعُوكَ وَلَكِنْ بَعُدَتْ عَلَيْهِمُ الشُّقَّةُ وَسَيَحْلِفُونَ بِاللَّهِ لَوِ اسْتَطَعْنَا لَخَرَجْنَا مَعَكُمْ يُهْلِكُونَ أَنْفُسَهُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ
که (غزوه دتبوک) وی سامان آسان حاصلیدونکی اوسفردرمیانه خامخا دوی به تلی وی تاسره لیکن لری شوی دی په دوی باندی سفر اوزر دی چه قسمونه به اوکړی دوی په اللّه تعالٰی سره که طاقت لرلی مونږه خامخا وتلی به وی مونږ تاسوسره هلاکوی دوی ځانونه خپل (په دروغ قسم) او اللّه تعالٰی پوهیږی چه یقیناً دوی دروغژن دی -
په دی آیت کښی زورنه منافقینوته په پریښودلو دجهادسره اوڅلورصفات قبیحه دی اومطلب دآیت دادی چه سفردتبوک ډیراو اوږد وؤ اودمدینی منوری نه تقریباً اته سوه (۸۰۰) کلومټره لری وؤ اوپه هغی کښی غنیمت حاصلول هم گران وؤ ځکه چه دشمن قوم هم سخت وؤ په جنگ کښی ددی وجی نه بعضی منافقان ددی سفرنه پاتی شول اودی آیت کښی دلیل دی په دی خبره چه په دروغه قسم کول سبب دهلاکت دی (عَرَضًا) ددنیا ټولومالونوته عرض وئیلی شی ځکه عارضی څیزونه دی (وَسَيَحْلِفُونَ) یعنی هرکله ای نبی ته دوی ته واپس لاړ شی نودوی به قسمونه کوی -