التوبة ۴۱

انْفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ

اوځئ‌ که سپک یئ او که درانه یئ‌ اوجهاد کوئ‌ په مالونو خپلوسره اوپه نفسونوخپلوسره په لار د اللّه تعالٰی کښی دا ډیره فائده ده ستاسو دپاره که تاسوپوهیږئ‌ -

دی آیت کښی امردی دپاره دفرضیت دقتال په هرحالت کښی او خفافاً او ثقالاً په دی کښی دمفسرینو لس (۱۰) اقوال دی بعضی دهغی نه دادی (۱) خِفافاً‌ لږی وسلی والا اوثقالاً ډیری وسلی والا -(۲) خفافاً فقیران او ثقالاً مالدار، وغیره - لیکن په دی کښی معذورین داخل نه دی نوآیت منسوخ نه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل