التوبة ۴۰

إِلَّا تَنْصُرُوهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللَّهُ إِذْ أَخْرَجَهُ الَّذِينَ كَفَرُوا ثَانِيَ اثْنَيْنِ إِذْ هُمَا فِي الْغَارِ إِذْ يَقُولُ لِصَاحِبِهِ لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا فَأَنْزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَيْهِ وَأَيَّدَهُ بِجُنُودٍ لَمْ تَرَوْهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ الَّذِينَ كَفَرُوا السُّفْلَى وَكَلِمَةُ اللَّهِ هِيَ الْعُلْيَا وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

که امداد نه کوئ‌ تاسو ددی رسول سره نویقیناً امداد کړی دی دده سره اللّه تعالٰی کله چه ویستلی وو ده لره کافرانو دوهم دوؤ نه کله چه دواړه په غارکښی وو کله چه اوئیل پیغمبر ملگری خپل ته مه خفه کیږه یقیناً اللّه تعالٰی زمونږ ملگری دی پس راولیږله اللّه تعالٰی تسلی په هغه باندی اوکلک ئی کړو دی په داسی لښکروسره چه تاسو نه لیدلی هغه اواوگرځوله اللّه تعالٰی کلمه دکافرانو لاندی او کلمه د اللّه تعالٰی هغه اوچته ده او اللّه تعالٰی زورآور دی حکمتونووالا دی -

دی آیت کښی زورنه ده په پریخودلو دجهاد اوپه دی کښی اشاره ده واقعی دهجرت د رسول اللّٰه ﷺ ته چه په دی هجرت کی ابوبکررضی اللّه عنه دهغه ملگری وؤ اوبیا دواړه دری ورځی په غارثورکښی پاتی شوی وؤ تفصیل دواقعی محدثینوذکر کړی دی اوپه دی آیت کښی فضیلت د ابوبکررضی اللّه عنه دی اودلیل دی دهغه په صحابیت باندی نوچه څوک دهغی نه انکارکوی نوهغه کافر دی (إِلَّا تَنْصُرُوهُ) جزاء‌ حذف ده - فاللّه متکفل به (اللّه ذمه وار دی دمدد دهغه) (ثَانِيَ اثْنَيْنِ) په معنیٰ داحدهما دی اودالفظ دلیل دی چه د دوو نه زیات نه وؤ اودلیل دی په اولیت د نبی ﷺ یعنی هغه اول وؤ او ابوبکررضی اللّه عنه دوهم وؤ (لِصَاحِبِهِ) مراد په دی کښی صحبت دینیه دی ځکه چه صحبت دغارئی خو مخکښی ذکرکړو (لَا تَحْزَنْ) حزن او خوف په انبیاء علیهم السلام باندی هم راځی لکه چه په یعقوب او ابراهیم او موسیٰ او لوط‌ علیهم السلام راغلی وؤ نودا نقصان نه دی اوقرطبی وئیلی دی چه داحزن د ابوبکررضی اللّه عنه په باره د نبی ﷺ کښی دی نوداخوکمال دی (كَلِمَةَ الَّذِينَ) مراد ددی نه ټول اقوال او اعمال دکفردی اودارنگ ارادی دکافرانوپه باره د قتل د نبی ﷺ کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل