التوبة ۳۹

إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئًا وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

که اونه ځئ‌ تاسو (جهادله) نوعذاب به درکړی تاسوته اللّه تعالٰی عذاب درد ناک اوستاسو بدله کښی به راولی قوم سیوا ستاسونه اوضرر نشئ ورکولئ تاسو اللّه تعالٰی ته هیڅ ضرر او اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی قدرت لرونکی دی

دی آیت کښی ویره ورکول دی په عذاب اوبه هلاکت سره په سبب دپریخودلو د جهاد - عذاب اگرچه عام دی لیکن بعضو روایاتوکښی (روایات دابوداؤد) دهغی مثال ذکر کړی دی - په څوکړی سره - (عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) نوقدرت لری په بدلولو دقومونو اوپه نصرت باندی بغیر دلښکرنه لکه چه ورپسی آیت کښی ذکر دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل