يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ
ای ایمان والو! څه عذر دی ستاسو کله چه اوئیلی شی تاسوته اوځئ په لارد اللّه تعالٰی کښی نودرانه شئ تاسو ځمکی ته (دنیاته) آیا خوښ کړی دی تاسو ژوند دنیوی په بدله دآخرت کښی پس نه دی سامان دژوند دنیوی په مقابله دآخرت کښی مگرلږ دی -
ددی ځای نه تر یوکم سل (۹۹) آیت پوری دریمه حصه دسورة ده اوپه دی کښی زورنی دی منافقانوته اودهغوی شپږاویا (۷۶) صفات قبیحه ذکر دی بغیر دتکرار نه ، په هرصفت باندی دپاسه رقم (نمبر) لگولی شوی دی اوپه دی آیتونو کښی اشاره ده واقعی دغزوه تبوک ته چه نهم کال دهجرت باندی وه اوبعضی منافقینو په هغی سفر کښی شمولیت کړی وو اوبعضی دهغی نه پاتی شوی وؤ دوجی دنفاق نه او دمؤمنانونه هم بعضی پاتی شوی وؤ بیا هغوی توبه ویستله او دهغوی ذکرپه څلورمه حصه کښی راځی - دی آیت کریمه کښی مراد په (آمَنُوا) سره منافقان خلق دی اوپه دی کښی دمنافقینودوه خصلتونه ذکر دی - (اثَّاقَلْتُمْ) مراد ددی نه سستی کول دی دجهاد نه په محبت ددنیاسره (الْأَرْضِ) کنایه ده دمزو او سامانونو ددنیا نه - او ددی په وخت کښی څلوروجی وی (۱) سخت والی دگرمئ (۲) لری والی دمسافت (۳) فصلونه او میوی په مدینه کښی پخیدل (۴) مقابله دسخت دشمن سره (مِنَ الْآخِرَةِ) من په معنیٰ دبدل دی لکه په سورة زخرف (۶۰) کښی دی اودا آیت دلیل دی په دی خبره چه ټول څیزونه ددنیا په مقابله دعمل اخروی کښی لږ دی اوداسی په سورة نساء (۷۷) کښی هم دی -