إِنَّمَا النَّسِيءُ زِيَادَةٌ فِي الْكُفْرِ يُضَلُّ بِهِ الَّذِينَ كَفَرُوا يُحِلُّونَهُ عَامًا وَيُحَرِّمُونَهُ عَامًا لِيُوَاطِئُوا عِدَّةَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ فَيُحِلُّوا مَا حَرَّمَ اللَّهُ زُيِّنَ لَهُمْ سُوءُ أَعْمَالِهِمْ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ
یقیناً روستوکول (دحرمت دمیاشت) زیاتوالی دی په کفرکښی زیاتی کیدی شی په دی سره گمراهی دکافرانو حلال گنړی دوی هغه میاشت یوکال اوحرامه گنړی هغه بل کال دی دپاره چه پوره کړی دوی شماره دهغه میاشتو چه عزت ورکړی دی اللّه تعالٰی پس حلالوی دوی (په دی طریقی سره) هغه میاشتی چه حرام کړی دی اللّه تعالٰی ډولی کړی شوی دی دوی ته بدعملونه ددوی او اللّه تعالٰی توفیق نه ورکوی قوم کافرانو ته -
دی آیت کی رد دی په یورسم باطل دمشرکانو چه هغه تعلق لری دمیاشتوسره لکه چه تیرشوی ایت کښی رد وؤ په کتابیانوپه زیادت دمیاشتی سره تفصیل ئی دادی چه دری میاشتی دحرمت پرله پسی وی ذوالقعده، ذوالحجه او محرم - نوعرب مشرکینوباندی دا گرانه وه چه دری میاشتی پرله پسی د جنگونو کولو نه صبراوکړی نودوی به کله چه حج کښی دمنا نه واپس شول نویوسړی به دبنوکنانه اودریدلو چه دهغه نوم قملس وؤ دهغه فیصله به چا نه شوه واپس کولی دوی به ورته اوئیل چه په حرمت دمحرم کښی مونږلره النّسی (روستووالی) اوکړه نوهغه به اوئیل چه دمحرم نه حرمت صفرته نقل شو نومیاشت دمحرم به دوی حلاله کړه بل کال به داحرمت ربیع الاول ته نقل شو په داسی طریقه په هرکال کښی بلی بلی میاشتی ته به ئی نقل کوؤ نوپه دی رسم کښی کفرداوؤ چه دحرامو تحلیل به ئی کوؤ ځکه په دی آیت کریمه کښی دی ته دکفرزیاتوالی اوئیلی شو یعنی ددوی نورکفریات هم وؤ لیکن تحریم او تحلیل دمیاشتو دخپل ځان دطرف نه دابل کاردکفروؤ نولکه چه په ایمان کښی زیاتوالی راځی نودارنگ په کفرکښی هم زیادت راځی (يُضَلُّ بِهِ الَّذِينَ كَفَرُوا) اضلال دشیطان په وسوسه دی که انسی اوکه جنی دی (لِيُوَاطِئُوا) یعنی دوی صرف شمار ته اعتبارورکوی اووصف دتحریم بدلوی دهغی پرواه نه کوی -