إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَافَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَافَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ
یقیناً شماره دمیاشتو په نیز د اللّه تعالٰی دولس میاشتی دی په حکم د اللّه تعالٰی کښی دهغه ورځ نه چه پیداکړی ئی دی آسمانونه اوځمکه دهغی نه څلور میاشتی دعزت دی دادین کلک دی پس ظلم مه کوئ په دی میاشتوکښی په خانونو خپلو باندی اوجنگ کوئ دمشرکانوټولوسره لکه چه جنگ کوی دوی تاسو ټولوسره اوپوهه شئ چه یقیناً اللّه تعالٰی خاص ملگری دمتقیانو دی -
په دی آیت کریمه کښی هم رد دی په اهل کتابوباندی چه دهغوی په نیزباندی په کال کښی د دولسو میاشتونه څه ورځی زیاتی وی اوبعضی کلونوکښی دهغوی په نیز دیارلس میاشتی وی اودا سبب دی گډوډ کول دحج اودرمضان دارنگی رد دی په مشرکین عرب باندی چه هغوی دحرمت په میاشتو کښی تبدیلی کوله او اهل کتابوهم دهغوی سره په دی کښی اتفاق کوو (الدِّينُ الْقَيِّمُ) قرطبی وئیلی دی چه حق داده چه دین په معنیٰ مشهورسره دی او قَيِّمُ په معنیٰ دمستقیم سره دی ځکه دا دین دابراهیم علیه السلام دی اوپه دی آیت کښی بیا امردقتال دی دټولو مشرکینوسره (فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ) معنیٰ داده چه ظلم مه کوئ په دی ټولو میاشتو کښی په زیاتوالی سره دارنگ په تبدیل سره اوپه مخکښی کولو او روستو کولوسره اوپه نورو گناهونو سره -
فائده ۱: دا آیت دلیل دی په دی خبره چه اعتبارپه احکامودشریعت کښی حساب دسپوږمئ ته دی نه حساب دنمرته -
فائده ۲: دقمری میاشتی په حساب سره ټولی ورځی دری سوه پنځوس دی اودنمرپه حساب سره دری سوه پنځه شپیته او څلورمه دورځی - نوشمسی کال دقمری کال نه تقریباً لس ورځی زیات وی نوپه دری کاله یومیاشت زیاتیږی نو دیارلس میاشتی دکال جوړیږی او دا د اللّه تعالٰی دقانون نه خلاف دی -
فائده ۳: (كَافَّةً) یعنی ټول قسمونه مشرکان یا ټولی میاشتی بناء په روستنئ معنیٰ سره دا آیت ناسخ دی دحرمت دقتال په میاشتو عزتمنوکښی -