يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ فَذُوقُوا مَا كُنْتُمْ تَكْنِزُونَ
په هغه ورځ چه گرمولی به شی دغه څیزونه په اور دجهنم کښی پس داغلی کیږی به هغی سره تندی ددوی او اړخونه ددوی اوشاگانی ددوی وئیلی کیږی به چه دا هغه شی دی چه جمع کړی وو تاسو دځانونو دپاره پس اوڅکئ سزا دهغی چه تاسو جمع کول -
دی آیت کښی ویره اخروی ذکرده دپاره ددغی مخکښی صفات والو اوپه دی آیت کښی دا دری اندامونه ذکر دی ځکه چه په وخت دلیدلو دفقراؤ کښی ددوی تندی تریوشو اوبیا به ئی اړخ بدلولو بیابه ئی شاه گرخوله - اوبله وجه داده چه داکنایه ده داحاطی دڅلورو طرفونونه په دی کښی هم علیها او بها ضمیرونه کنوز او اموال ته راجع دی -