يُرِيدُونَ أَنْ يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَنْ يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ
کوشش کوی دوئ چه مړه کړی رنړا د اللّه تعالٰی په خولو ځپلوسره اونه غواړی اللّه تعالٰی مگردا خبره چه پوره کړی رنړا خپله اگرچه بد ئی گنړی کافران -
دابل سبب دقتال دی (نُورَ اللَّهِ) نه مراد دین دتوحید دی او(بِأَفْوَاهِهِمْ) نه مراد بی دلیله خبری دی (يُرِيدُونَ) مراد دارادی نه کوشش کول دی اوداسی په سورة صف (۸) کښی هم دی (أَنْ يُطْفِئُوا) بغیرد لام نه ئی ذکرکړی دی اشاره ده چه نور (رنړا) مړکول ددوی اصل مقصد دی -