اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا إِلَهًا وَاحِدًا لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ
جوړکړی دی دوی ملیان خپل اوپیران خپل اختیارمند د احکامو (دحلال اوحرام) سیوا د اللّه تعالٰی نه او مسیح ځوی دمریم اونه دی کړی شوی حکم دوی ته مگر ددی خبری چه بندگی دی خاص کړی دمددگار یو نیشته حق دار دبندگئ سیوا دهغه نه پاک دی اللّه تعالٰی دهغی نه چه دوی ورسره شریک جوړوی -
په دی آیت کښی نوراسباب دقتال ذکردی (أَحْبَارَهُمْ) هغه علماؤ ته وائی چه الفاظ او معنیٰ په ښائسته طریقی سره راوړی او (رُهْبَانَهُمْ) هغه کسانوته وائی چه ویره کوی د اللّه تعالٰی نه اوخپل وخت او عمل خاص د اللّه تعالٰی دپاره خرچ کوی لیکن په دی آیت کښی چه اضافت ددوی ئی ضمیردهغوی ته اوکړو دا دلیل دی په دی باندی چه مراد ددی نه ناکاره ملایان اوپیران دی چه هغوی به دوی ته شرک او کفراوبدعات ښائسته کول اوئیل ئی چه دادین دی (أَرْبَابًا) مراد ددی نه دا نه دی چه دوی ملایان او پیران خدایان گنړل - دارنگ هغوی لره عبادت ئی هم نه دی کړی لیکن مراد دادی که هغوی به دوی لره یوڅیزجائزکوو نودوی به جائز گنړلو اوکه یوحلال څیزبه ئی حرامولو نودوی به حرام گنړلو لکه دارنگ حدیث دعدی ابن خاتم رضی اللّه عنه کښی راغلی دی چه ترمذی روایت کړی دی - نوددی نه دا معلومه شوه چه دملایانو اودپیرانو خلاف دحکم شرعی نه تقلید کول شرک دی (وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ) دائی جدا ځکه ذکرکړو چه هغه ئی د اللّه تعالٰی سره صرف په عبادت کښی شریک کړی وونه په تابعدارئ کښی بلکه دهغه تابعداری ئی پری خودلی وه اودا شرک فی الالوهیت دی او دا دواړه قسمه شرکونه ددی امت په جاهلانو کښی هم موجود دی -