التوبة ۳۰

وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللَّهِ وَقَالَتِ النَّصَارَى الْمَسِيحُ ابْنُ اللَّهِ ذَلِكَ قَوْلُهُمْ بِأَفْوَاهِهِمْ يُضَاهِئُونَ قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَبْلُ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ

اووائی یهودیان عزیرعلیه السلام ځوی د اللّه تعالٰی دی اووائی نصاریٰ چه مسیح علیه السلام ځوئي د اللّه تعالٰی دی داوینا ددوی ده په خولو ددوی (یعنی بی دلیله) یوشان والی کوی دوی دوینا دهغی کسانو سره چه کفرئی کړی دی ددوی نه مخکښی لعنت دی اوکړی په دوی اللّه تعالٰی څنگه اوړیدلی کیږی دوی د حق نه -

په دی آیت کښی نورڅلوراسباب دقتال دهغوی ذکردی اوشرک دیهودو داوؤ چه عزیر علیه السلام ته ئی ابن اللّه وئیلو اوشرک دعیسایانوداوؤ چه عیسیٰ علیه السلام ته ئی ابن اللّه وئیلو - اوپه دوی کښی دعوامو عقیده دا وه چه دوی حقیقتاً ځامن د اللّه تعالٰی دی - اودخاصو خلقو عقیده داوه چه دوی د اللّه تعالٰی دپاره په شانته د نازولی ځوئ دی چه پلار دهغه خبره منی اوهغه ته ئی اختیارات سپارلی وی او دا دواړه عقیدی دکفر دی - او ددی امت په جاهلانوکښی دا دوهمه عقیده په کثرت سره موجود ده (قَوْلُهُمْ بِأَفْوَاهِهِمْ) مراد ددی نه وینا بی دلیله ده (قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُوا) مراد ددی نه هغه امیان کافران دی چه هغوی ملائکوته بنات اللّه وئیل (لونړه د اللّه تعالٰی) یامراد ددی نه مشران ددوی دی چه دوی په کفرکښی دهغوی تقلید کوؤ (قَاتَلَهُمُ اللَّهُ) دا دعاءشرده (خیری) اومراد ددی نه لعنت دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل