قَاتِلُوا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلَا يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَلَا يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حَتَّى يُعْطُوا الْجِزْيَةَ عَنْ يَدٍ وَهُمْ صَاغِرُونَ
جنگ کوئ دهغی کسانو سره چه ایمان نه لری په اللّه تعالٰی اونه په ورځ روستنئ (په شان دایمان دصحابؤ) اوحرام نه گنړی هغه شی چه حرام کړی دی اللّه تعالٰی اورسول دهغه اوتابعداری نه کوی ددین حق دهغه کسانونه چه ورکړی شوی دی کتاب تردی چه ورکوی به جزیه په لاس خپل سره اودوی به ذلیلان وی -
ددی آیت نه دوهم حصه دسورة ده تراوه دیرش آیت پوری اوپه دی حصه کښی ذکر داهل کتابو کافرانو دی اودهغوی دقتال دپاره دیارلس وجی ذکرکړی دی - په دی آیت کښی دهغی نه دری ذکردی اودی آیت نه دا معلومه شوه چه دقتال ددی کافرانونه مقصد کمزوری کول ددوی دی نوکه داراسلام کښی اوسی اوجزیه ورکوی یا ددار اسلام نه بهروی لیکن مسلمانانوسره صلح اوکړی په جزیه ورکولو نو دا جائزدی (لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآخِرِ) مراد ددی نه نفی دایمان شرعی ده چه هغه ایمان دصحابو دی اویهودیان عقیده دتجسیم او تشبیه لری اونصاریٰ عقیده دحلول او تثلیث لری اوبعث د ارواحو بغیرد اجسادو نه منی اوجنت دځان دپاره خاص کوی (مَا حَرَّمَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ) یعنی تحریمات دقرآن او سنت نه منی یا دتورات اوانجیل هم نه منی په هغی کی ئی تحریف کړی (وَهُمْ صَاغِرُونَ) دا دلیل دی چه معاهد او اهل ذمه به داراسلام کښی په عزت سره نه اوسیږی اهل علمو وئیلی دی چه په ښارونوکښی به نه اوسیږی دنگی آبادئ به نه کوی داسلامی حکومت په فوج کښی اونورو اعلیٰ عهدو باندی به نه مقررکیږی -