التوبة ۲۸

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلَا يَقْرَبُوا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هَذَا وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ إِنْ شَاءَ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

ای ایمان والو: یقیناً مشرکان پلیت دی پس نه دی نزدی کیږی مسجد حرام ته روستو ددی کال نه (نهم کال دهجرت) اوکه ویریږئ‌ تاسو دفقیرئ‌ نه پس زردی چه مالدار به کړی‌ تاسولره اللّه تعالٰی دوجی دفضل خپل نه که اوغواړی یقیناً اللّه تعالٰی پوهه دی حکمت والادی -

په دی آیت کښی دبرائت یوه طریقه ذکرده، اوهغه داده چه مشرکانولره دحج او دعمری اود حرم د داخلیدلو نه منع کړئ‌ او دهغی علت ذکرشو چه دوی نجس (پلیت) دی - اکثرو علماؤ وئیلی دی چه مراد دنجاست نه نجاست باطنی دی چه هغه شرک دی اودبعضو اهل علموپه نیزباندی مراد دنجاست نه نجاست ظاهری دبدن دی (فَلَا يَقْرَبُوا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ) مراد ددی نه دحج او عمری او طواف نه منع کول دی اومسجد حرام ته اونورو مساجدو په نیز داحنافو جائز دی اوپه نیز د امام شافعی رحمة اللّٰه علیه صرف مسجد حرام ته منع دی نورو مساجدو ته جائز دی اوپه نیز دامام مالک رحمة اللّٰه علیه ټولو مساجدوته منع دی - غوره داده چه مراد دمسجد حرام نه ټول حرم دی اود مشرکانو کافرانو داخله حرم ته منع ده - بیاپه دی آیت کښی جواب دی دڅلورم مانع دقتال - سوال داوؤ چه دمشرکانو دطرف نه مونږ له مالونه به بند شی؟ - نوجواب اوشو چه پرواه مه کوئ اللّه تعالٰی به بل طرف نه څه سبب جوړکړی (إِنْ شَاءَ) دا دلیل دی په دی باندی چه مالداری اوغریبی په اختیار دبندگانو کښی نه دی بلکه دا اختیارد اللّه تعالٰی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل