هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ
اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه رالیږلی دی رسول خپل په هدایت سره اوپه دین حق سره دی دپاره چه غالب ئی کړی په ټولو دینونوباندی اگرکه بد گنړی ئی مشرکان -
دی آیت کښی بیان داتمام دنور دی اوبیان دصدق دآخری پیغمبردی د (هُدَى) نه مراد اصول او عقائد دی او (دِينِ الْحَقِّ) احکام او فروع دی (لِيُظْهِرَهُ) دا ضمیریاراجع دی دین ته، معنیٰ داده چه دین اسلام لره په ټولو دینونوغالب کوی په اعتبار ددلیلونوسره غالب دی په هره زمانه کښی اوپه اعتبار دتسلط سره به غالب وی په زمانه دنزول د عیسیٰ علیه السلام کښی یامراد ددی نه غلبه ددین ده په جزیرة العرب کښی اوداپه زمانه د نبی ﷺ کښی موجود شوی وه -