لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنْكُمْ شَيْئًا وَضَاقَتْ عَلَيْكُمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُمْ مُدْبِرِينَ
یقیناً امداد کړی دی تاسوسره اللّه تعالٰی په ځایونوډیرو کښی اوپه ورځ دحنین کله چه خوشحاله کړی تاسو ډیروالی ستاسو پس فائده درنه کړه تاسوته هیڅ فائده اوتنگه شوه په تاسوباندی ځمکه سره دارت والی نه بیا اوگرځیدلئ تاسو (دمیدان دجنگ نه) شاکوونکی (دشمنانوته) -
ربط دمخکښی سره دادی لکه چه اعتماد په دغه ذکرکړی شوی څیزونوباندی منع دی نودارنگ اعتماد کول په خپل ډیروالی باندی هم منع دی اوپه دی آیت کښی زیری دی په امداد د اللّه تعالٰی سره دپاره دترغیب دجهاد - دوهم مقصد دادی چه اعتماد په خپل ډیروالی باندی مه کوئ بلکه توکل کوئ په اللّه تعالٰی (مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ) مراد ددی نه مغازی (غزاگانی) دی مؤرخینو وئیلی دی چه اتیا (۸۰) مغازی په ژوند د رسول اللّٰه ﷺ کښی موجود شول اوپه روایت دبخاری کښی دی چه نبی ﷺ په خپله په (۱۹) ِغزاگانوکښی شریک شوی دی (وَيَوْمَ حُنَيْنٍ) ددی تخصیص ئی ددفعی دوهم دوجی نه اوکړو که څوک وهم اوکړی چه په حنین کښی خوهزیمت شوی دی نومعلومه شوه چه نصرت الٰهی نه وؤ نودهغی جواب ئی اوکړو او حُنَین دمکی او د طایف په مینځ کښی وادی ده اوپه مقابله کښی هوازن او ثقیف څلورزره کسان وؤ لیکن په هغوی کښی نوی مسلمانان وؤ چه د ادابونه پوره خبرنه وؤ نوددی وجی نه دجنگ په ابتداء کښی تنگ شول او میدان ئی پریخودلو -