قُلْ إِنْ كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ
ته اووایه که وی پلاران ستاسو او ځامن ستاسو اورونړه ستاسو او او ښځی ستاسو اوقبیلی ستاسو او هغه مالونه چه گټئ ئی تاسو هغی لره اوتجارت چه ویریږئ دکوټه کیدلو دهغه نه اوهغه کورونه چه خوښوئ تاسو هغی لره ډیرخواږه دی تاسوته د اللّه تعالٰی اود رسول ﷺ دهغه نه او دجهاد نه په لاردهغه کښی پس انتظار اوکړئ تردی چه رابه ولی اللّه تعالٰی فیصله خپله او اللّه تعالٰی توفیق نه ورکوی قوم نافرمان ته -
دا آیت هم دمخکښی آیت سره تعلق لری اودمخکښی نه ترقی ده په بیان کښی ځکه چه مخکښی ئی ولایت منع کړو دکافرانو سره اوپه دی آیت کښی هرقسم تعلق ساتل دهرچا سره په مخالفت د اللّه تعالٰی او درسول کښی منع کوی - اوزورنه ده هغه چاته چه د اللّه تعالٰی اود رسول اللّٰه ﷺ دحکم په مقابله کښی خپلوان یاد دنیا څیزونه غوره کوی دارنگ دهغوی د مینی دوجی نه هجرت او جهاد پریږدی رازی وئیلی دی دا آیت دلیل دی چه یوطرف ته ددین یومصلحت وی اوبل طرف ته ددنیا بی شماره مصلحتونه وی لیکن په مسلمان باندی فرض دی رعایت دمصلحت ددین اوترجیح ددین په دنیاباندی - (وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ) ددی تخصیص په دی وجی سره اوشو چه دا ذریعه د اعلاء او غلبی ددین الٰهی ده - (بِأَمْرِهِ) مراد ددی نه عذاب دی دنیا په مختلفوطریقوسره (الْفَاسِقِينَ) مراد هغه خلق دی چه ښکاره وتلی دی د طاعت د اللّه تعالٰی اود رسول نه اوتوبه ئی نه ده کړی او (لَا يَهْدِي) نه مراد عذاب نه بچ کول دی -