يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا آبَاءَكُمْ وَإِخْوَانَكُمْ أَوْلِيَاءَ إِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَى الْإِيمَانِ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ
ای ایمان والو: مه نیسئ پلاران خپل او رونړه خپل دوستان که خوښوی دوی کفرلر ه په ایمان باندی او چاچه دوستانه اوکړه دوی سره ستاسونه پس دغه کسان خاص دوی ظالمان دی -
داجواب دی ددریم مانع دقتال - سوال داوؤ چه دی مشرکانوسره زمونږه خپلولی ده اوصله رحمی ساتل خو واجب وی نودوی سره قتال ولی واجب شو؟ نوجواب اوشو چه د مشرکانو سره دوستانه کول اگرچه خپلوان وی حرامه ده او ددوستانی تفسیردادی چه په کار دکفراوشرک کښی دهغوی تابعداری کوی یاپه دغی کارونو کښی ددوی امداد کوی یا دهغی د وجی نه جهاد پریږدی -
فائده: په دی آیت کښی ذکر دځامنوځکه نه دی کړی چه ځامن تابع دپلار وی نوپلار دځوی سره دوستانه په طریقه دتابعداری دهغه نه کوی -