ثُمَّ أَنْزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَنْزَلَ جُنُودًا لَمْ تَرَوْهَا وَعَذَّبَ الَّذِينَ كَفَرُوا وَذَلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ
بیا راولیږله اللّه تعالٰی تسلی دخپل طرف نه په رسول اللّٰه ﷺ خپل اوپه مؤمنانوباندی راولیږلی ئي داسی لښکری چه نه لیدلی تاسوهغه (یعنی ملائک) اوعذاب ئی ورکړو کافرانولره اودا سزا دکافرانو ده -
دی آیت کښی ذکردامداد د اللّه تعالٰی دی په ورځ دحنین په روستو حالت چه اللّه تعالٰی ملائک را اولیږل اوکافران ئی مغلوب کړل (عَلَى رَسُولِهِ) داسی په سورة فتح (۲۶) کښی هم دی اوپه دی کښی اشاره ده چه رسول هم د اللّه تعالٰی سکینی ته محتاج دی اگرچه په هغه باندی په دی واقعه کښی هیڅ اضطراب نه وؤ راغلی صرف خفگان ورباندی راغی دملگرو دتللو دوجی نه (وَعَذَّبَ الَّذِينَ كَفَرُوا) څه ئی قتل کړل اوډیرئی قیدکړل بیا روستودایمان راوړلونه ئی واپس ورکړل -