أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَجَاهَدَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ لَا يَسْتَوُونَ عِنْدَ اللَّهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ
آیا گنړئ تاسو اوبه څښکول په حاجیانو او آبادول دمسجد حرام په شان دهغه چاچه ایمان لری په اللّه تعالٰی اوپه ورځ روستنئ او جهاد کوی په لار د اللّه تعالٰی کښی نه دی برابر دوی په نیزد اللّه تعالٰی او اللّه تعالٰی ثواب نه ورکوی قوم ظالمانوته -
دا آیت هم دمخکښی جواب سره متعلق دی، حاصل دادی چه نیک عملونه دمشرکانو برباد دی دی وجی نه هغوی په دغی عمل سره دایمان والوسره نشی برابرکیدلی - اوپه دی آیت کښی رد دی په هغه چاباندی چه فخرکوی په نیک کارونوباندی لکه جماعتونه جوړول اوخیراتونه کول سره دعقیدی دشرک او کفرنه - (سِقَايَةَ) ددی نه مخکښی لفظ داهل پټ دی یاپه كَمَنْ سره لفظ دایمان پټ دی (لَا يَهْدِي) مراد دهدایت نه قبولیت او ثواب ورکول دی یامراد ددی بصیرت او پوهه ده دپاره دفرق کولو دخیراوشر -