الَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِنْدَ اللَّهِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ
هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوهجرت ئی کړی دی اوجهاد ئی کړی دی په لار د اللّه تعالٰی کښی په مالونو خپلو اوپه ځانونو خپلو سره لوی درجی والادی په نیز د اللّه تعالٰی اودغه کسان خاص دوی کامیاب دی -
دا آیت علت دی یاتفسیردی د مخکښی آیت دپاره چه په هغی کښی فرمائیلی وؤ لایستوون - اوپه دی کښی بل جانب مرجوح نه دی ذکرکړی ځکه چه کالعدم دی -