التوبة ۱۸

إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلَّا اللَّهَ فَعَسَى أُولَئِكَ أَنْ يَكُونُوا مِنَ الْمُهْتَدِينَ

یقیناً آبادوی جماعتونه د اللّه تعالٰی هغه څوک چه ایمان لری په اللّه تعالٰی او په ورځ روستنئ اوپابندی کوی دمانځه اوورکوی زکوٰة اونه ویریږی دهیچانه سیوا د اللّه تعالٰی نه پس لائقه ده چه دغه کسان به وی دهدایت والو نه -

دی آیت کښی صفات دمؤمنانو ذکردی چه ددی وجی نه دهغوی ابادول مساجدولره قبلول دی - او آبادول دوه قسمه دی یوظاهری آبادی داهم عبادت دی دهغی صفائی اوپه هغی کښی رنړا کول وغیره - دوهم آبادول دمساجدو په عبادت سره دی په عقیده دتوحید اوپه طریقه دسنت باندی (وَلَمْ يَخْشَ إِلَّا اللَّهَ) خشیت هغه ویره ده چه سره دتعظیم نه وی اودا خاص ده په اللّه تعالٰی پوری (أَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ) په دی کښی اشاره ده چه نفل کارونه (لکه تعمیر دمسجد) روستو دی د ادا کولو دفرضونه چه فرض بدنی وی اوکه مالی وی (وَلَمْ يَخْشَ) کښی اشاره ده اخلاص ته په ټولو عباداتوکښی ددی وجی نه روستوئی ذکرکړو (فَعَسَى) عسیٰ د اللّه تعالٰی دطرف نه دوجوب (یقین) دپاره وی لیکن هرکله چه اهتداء‌ نه مراد قبولیت دی اودهغی علم د اللّه تعالٰی سره دی نوددی وجی نه په لفظ د عسیٰ سره ذکر کړو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل