التوبة ۱۷

مَا كَانَ لِلْمُشْرِكِينَ أَنْ يَعْمُرُوا مَسَاجِدَ اللَّهِ شَاهِدِينَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ بِالْكُفْرِ أُولَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ وَفِي النَّارِ هُمْ خَالِدُونَ

نه شی قبلیدی دمشرکانودپاره چه آبادوی دوی جماعتونه د اللّه تعالٰی اقرار کوونکی دی په ځان باندی په کفرسره دغه کسان برباد دی عملونه ددوی اوپه اورکښی به دوی همیشه وی -

په دی آیت کښی جواب دی ددوهم مانع د قتال - چه سوال راتلو چه دامشرکان خوخدمت کوی دمساجدو او خاص کر دمسجد حرام اوپه حاجیانو اوبه څښکوی نوددوی سره قتال ولی جائز دی؟ نوجواب: ورکړی شو چه دمشرکانو عملونه دغسی برباد وی (شَاهِدِينَ) اقرار دکفردادی (په ژبی سره) چه خپل معبودانوته مخلوق وائی اوبیائی هم اللّه تعالٰی سره شریکوی اواقرار په عمل سره دادی چه کارونه دشرک ښکاره کوی لکه سجده او دعا دغیراللّه (مَا كَانَ) کښی اشاره ده چه مؤمنان به مشرکانوته دمسجد دجوړولو تمکین (طاقت) نه ورکوی (مَسَاجِدَ اللَّهِ) جمع ئی ذکرکړه دپاره دتعمیم دحکم ټولو مساجدوته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل