التوبة ۱۶

أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تُتْرَكُوا وَلَمَّا يَعْلَمِ اللَّهُ الَّذِينَ جَاهَدُوا مِنْكُمْ وَلَمْ يَتَّخِذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلَا رَسُولِهِ وَلَا الْمُؤْمِنِينَ وَلِيجَةً وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ

آیا گمان کوئ‌ تاسو چه پری به خودئ‌ شئ‌ تاسو (بغیردامتحان نه) اوتراوسه نه دی ښکاره کړی اللّه تعالٰی هغه کسان چه جهاد ئی کړی وی ستاسونه اونه ئی وی نیولی سیوا د اللّه تعالٰی نه او د رسول ﷺ دهغه نه اود مؤمنانونه رازدار دوست او اللّه تعالٰی خبردار دی په هغه عملونوچه تاسوئی کوئ‌ -

دی کښی ترغیب دی جهاد ته، مطلب ئی دادی چه اللّه تعالٰی مؤمنانولره بغیر د امتحان نه نه پریږدی لکه ددوی امتحان په دوه طریقو سره وی یوجهاد دوهم برائت دمشرکینونه (وَلَمْ يَتَّخِذُوا ) دا جمله ئی ددی وجی نه راوړه چه په دی سورة کښی اعلان دبرائت وؤ اوبرائت وائی دی ته چه هغوی سره تعلق پریږدی (وَلِيجَةً) فراء وئیلی دی چه ولیجة درازدوستانی ته وئیلی شی اوراغب وئیلی دی ولیجة هرهغه څوک کیدی شی چه انسان په هغه باندی اعتماد کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل