وَيُذْهِبْ غَيْظَ قُلُوبِهِمْ وَيَتُوبُ اللَّهُ عَلَى مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
اولری به کړی غصه دزړونو دکافرانو او مهربانی به اوکړی اللّه تعالٰی په هغه چاباندی چه اوغواړی (په توفیق دایمان سره) او اللّه تعالٰی پوهه دی حکمتونووالا دی -
په دی آیت کښی دوه فائدی دقتال ذکردی او ضمیرد (قُلُوبِهِمْ) کافرانو ته راجع دی (وَيَتُوبُ) دا کلام مستانف دی ځکه مرفوع دی -