وَإِنْ نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ مِنْ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنْتَهُونَ
اوکه مات کړل دوی قسمونه خپل پس دکلک والی دهغی نه اوطعن ئی اوکړو په دین ستاسوکښی پس جنگ کوئ دمشرانو دکفرسره یقیناً دوی نیشته هیڅ قسمونه ددوی دی دپاره چه دوی منع شی (دکفرنه) -
دی آیت کښی مراد مشرکان معاهدین دی، ځکه لفظ د اِن ئی راوړی دی یعنی که دغه معاهدینو د مودی دپوره کیدل نه مخکښی لوظ مات کړو نوقتال ورسره کوئ بیاپه دی آیت کښی دری صفات ذکردی - دا آیت دلیل دی په دی خبره چه چا طعن اوکړو په دین اسلام کښی نوهغه کافردی یاکافرمهاهد او ذمی طعن اوکړی نودهغه ذمه او امن ختم شو (خازن، مدارک) طعن دادی چه نسبت اوکړی دین ته دهغه څیزچه مناسب نه وی یا سپک اوگنړی دین لره اودارنگ کنځل اوکړی پیغمبرته یا قرآن پاک ته یا نورو ددین احکاموته نودا طعن کول کفردی اودوئ ته ئی امامان دکفراوئیل ځکه چه داسی سړی بنیاد دکفر جوړوی اونورخلق ئی تابعداری کوی (أَيْمَانَهُمْ) په وخت دعهد کښی قسم ذکرکیږی ځکه ئی ایمان اوئیلو (۱إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ) اول ئی دوی له ایمان (قسمونه) ثابت کړل او اوس ئی تری نه نفی کړل ځکه چه هرکله ئی ایمان مات کړل نوپه شان دنیشت شول -