التوبة ۱۳

أَلَا تُقَاتِلُونَ قَوْمًا نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ وَهَمُّوا بِإِخْرَاجِ الرَّسُولِ وَهُمْ بَدَءُوكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ أَتَخْشَوْنَهُمْ فَاللَّهُ أَحَقُّ أَنْ تَخْشَوْهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ

ولی جنگ نه کوئ‌ تاسو دهغی قوم سره چه مات کړی ئی دی قسمونه خپل اوکوشش ئی کړی ووپه ویستلو د رسول اللّٰه ﷺ اودوی شروع اوکړه په تاسوباندی (په جنگ کولوسره) اول ځل آیا ویریږئ تاسو ددی نه پس اللّه تعالٰی زیات حقداردی چه دهغه نه ویره اوکړئ‌ ځکه چه تاسو مؤمنان یئ -

په دی آیت کښی نور دوه صفات دی اوترغیب دی مؤمنانوته په قتال ددغی مشرکانو چه په هغوی کښی دا صفات موجود وی اوترغیب په پنځو طریقو سره دی (۱) لفظ اَلَا دپاره د تحضیض (۲) ذکر ددوه علتونو (۳) اتخشونهم (۴) فاللّه احق (۵) ان کنتم مؤمنین (وَهَمُّوا) هَمْ په معنیٰ دکوشش کولودی ځکه صرف هَم دگناه خو گناه نه دی او (بِإِخْرَاجِ) نه مراد اخراج دی دمکی نه اوپه هغه هَم کښی دوی کامیاب شول یا اخراج دمدینی نه اوپه دی کښی دوی کامیاب نه شول -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل