التوبة ۱۱

فَإِنْ تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ وَنُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ

پس که دوی توبه ویستله ددی کارونونه اوپابندی ئی کوله دمانځه او ورکوؤئ زکوٰة پس رونړه ستاسو دی په دین کښی اوتفصیلی بیانوو مونږه احکام دپاره دهغه قوم چه پوهیږی -

دی آیت کښی ترغیب دی توبی ته لیکن آیت (۵) کښی مقصد منع دقتال اوحصول د عصمت د وینو او دمال وؤ ددی وجی نه هلته فَخَلُّوا سَبِيلَهُمْ، وئیلی وؤ اوپه دی آیت کښی مقصد اعتبارکول دی په عهد دهغوی باندی اوچه په چا باندی اعتبار کیدی شی نوهغه ته رور وئیلی شی ددی وجی نه دلته ئی (فَإِخْوَانُكُمْ) اوئیل نوتکرار آیتونو کښی نیشته دی (وَنُفَصِّلُ الْآيَاتِ) مراد د آیت نه اوصاف د ماتوؤنکو دعهد دی چه هغه علتونه دقتال دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل