لَا يَرْقُبُونَ فِي مُؤْمِنٍ إِلًّا وَلَا ذِمَّةً وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُعْتَدُونَ
لحاظ نه کوی دوی دهیڅ مؤمن په باره کښی دخپلولئ اونه لوظ او دغه کسان دوی دحدنه تیروتونکی دی -
دی آیت کښی دوه صفات ذکردی (لَا يَرْقُبُونَ) په دی کښی تکرار نیشته دی ځکه چه مخکښی خاص ذکرشوی وؤ اودا عام دی (الْمُعْتَدُونَ) داترقی ده په خباثت کښی یعنی صرف ترک دلحاظ نه دی بلکه ظلم ورسره هم یوځای کوی -