التوبة ۹

اشْتَرَوْا بِآيَاتِ اللَّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِهِ إِنَّهُمْ سَاءَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ

اخستی دی دوی په بدل دآیتونو د اللّه تعالٰی کښی عوض لږ پس منع کوی دوی خلق دلاری د اللّه تعالٰی نه یقیناً دوی چه دی بد دی هغه عمل چه دوی ئی کوی -

په دی آیت کښی نوردری صفات ذکردی (اشْتَرَوْا بِآيَاتِ اللَّهِ) ددی نه مراد دادی چه دی مشرکانو قرآن پاک او احکام د اللّه تعالٰی پریخودلی دی اودنیائی غوره کړی ده - اودهرمشرک او کافر داحال دی چه د اللّه تعالٰی ددین په مقابله کښی دنیائی غوره کړی ده (فَصَدُّوا) لازمی او متعدی دواړه احتمالونه شته یعنی په خپله منع شول یانورخلق منع کوی دلاری د اللّه تعالٰی نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل