كَيْفَ وَإِنْ يَظْهَرُوا عَلَيْكُمْ لَا يَرْقُبُوا فِيكُمْ إِلًّا وَلَا ذِمَّةً يُرْضُونَكُمْ بِأَفْوَاهِهِمْ وَتَأْبَى قُلُوبُهُمْ وَأَكْثَرُهُمْ فَاسِقُونَ
څنگه به وی (اعتباردلوظ ددوی) اوکه دوی زورآورشو په تاسوباندی نولحاظ نه کوی په تاسوکښی د خپلولئ اونه دلوظ، رضا کوی تاسوپه خولو خپلو اوانکارکوی زړونه ددوی اوډیرددوی نافرمان دی -
ددی آیت نه تفصیل دهغی صفاتو دمشرکینو شروع دی چه هغه اسباب دقتال دی اوپه دی آیت کښی څلورذکردی (كَيْفَ) دااعاده ده دمخکښی کیف اوفعل ئی پټ دی (کیف یکون لهم عهد) (إِلًّا) دابن عباس رضی اللّه عنهما نه اکثر راویانو روایت کړی دی الَّا په معنیٰ د خپلولی سره دی (يُرْضُونَكُمْ) مراد ددی نه په باره دوفا دعهد کښی خبری کول دی په باره دایمان کښی داسی نه دی ځکه چه داصفات دمشرکانو دی په باره دمنافقانو کښی نه دی (وَأَكْثَرُهُمْ) سوال: کافران خو ټول فاسقان دی نواکثرئی ولی اوئیل؟ جواب: (۱) دلته فاسقون نه مراد ښکاره بی لوظی کوؤنکی دی - جواب(۲) بعضو ددوی نه روستو ایمان راوړی وؤ اومراد دفاسقون هغه دی چه ترمرگه پوری په کفرباندی کلک وؤ -