كَيْفَ يَكُونُ لِلْمُشْرِكِينَ عَهْدٌ عِنْدَ اللَّهِ وَعِنْدَ رَسُولِهِ إِلَّا الَّذِينَ عَاهَدْتُمْ عِنْدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ فَمَا اسْتَقَامُوا لَكُمْ فَاسْتَقِيمُوا لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ
څنگه به وی مشرکانولره لوظ په نیزد اللّه تعالٰی اوپه نیزد رسول اللّٰه ﷺ دهغه مگرهغه کسان چه لوظ ورسره کړی دی تاسو په خوا دمسجد حرام کښی پس څوپوری چه کلک وی دوی تاسوسره په وعده باندی پس کلک اوسئ تاسوهم دوی سره یقیناً اللّه تعالٰی خوښوی متقیان (ځان ساتونکی دبی لوظئ نه) -
دا رد دی داول مانع دقتال چه چه داخیال کوؤ چه مشرکین مکه سره خوعهد شوی وؤ نود هغوی سره قتال کول څنگه جائز شول - حاصل دجواب دادی چه هغوی خپل عهد مات کړی دی اووعده چه ماته کړی شی نودهغی د اللّه تعالٰی او د رسول اللّٰه ﷺ په نیزباندی هیڅ اعتبارنیشته ماسوا دهغی دوهمی ډلی نه چه هغوی په خپل عهدباندی مظبوط وؤ نوهغوی سره به عهد (لوظ) پوره کیدی شی - اوپه دی آیت کښی حکمت دبرائت ذکرکوی -