وَإِنْ أَحَدٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّى يَسْمَعَ كَلَامَ اللَّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْلَمُونَ
اوکه یوتن دمشرکانونه امن اغواړی ستانه (دپاره دداخلیدلوداراسلام ته) پس امن ورکړه هغه لره تردی پوری چه واوری کلام د اللّه تعالٰی بیارسوه هفه ځای دامن دهغه ته داپه دی وجه چه دوی داسی قوم دی چه نه پوهیږی -
په دی کښی دریم قسم دمشرکینو ذکر دی چه هغوی ته مستاءمنین وائی (يَسْمَعَ كَلَامَ اللَّهِ) داصریح دلیل دی چه مسموع کلام اللّه دی اودا مذهب دسلف صالحینودی چه متلو او مسموع او مکتوب کلام اللّه دی اوهغه قول غلط دی چه وائی چه دا کلام لفظی دی دال دی په کلام نفسی باندی او کلام نفسی کلام اللّه دی (أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ) اهل علمووئیلی دی چه ترکال پوری ددیره کیدلواجازت نه شی ورکیدلی او څلورو میاشتوپوری ورکیدلی شی -