التوبة ۵

فَإِذَا انْسَلَخَ الْأَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدْتُمُوهُمْ وَخُذُوهُمْ وَاحْصُرُوهُمْ وَاقْعُدُوا لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ فَإِنْ تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ فَخَلُّوا سَبِيلَهُمْ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ

پس هرکله چه تیری شی میاشتی عزت والا نووژنئ مشرکان کوم ځای چه مومئ تاسوهغوی لره اونیسئ دوی لره اوراگیروئ دوی لره اوکینئ‌ دوی ته په هره مورچه کښی پس که دوی توبه اوکړه (دشرک نه) اوپابندی اوکړه دمانځه او ورکوؤئ‌ زکوٰة پس خالی کړئ‌ لار ددوی یقیناً اللّه تعالٰی بخونکی زحم کوونکی دی -

په دی آیت کښی بل حکم داولی ډلی ذکردی مطلب ئی دادی کله چه موده مهلت (چه څلورمیاشتی دی) اوآخری میاشت دهغه محرم وه تیری شی نودوی سره قتال کوئ (وَخُذُوهُمْ) مراد ددی نه قیدکول دی بیاخوښه د امیرده که قتلوی ئی اوکه فدیه تری اخلی اواحسانی ئی پریږدی - (وَاحْصُرُوهُمْ) ددی یو معنیٰ داده چه ددوی د قلعه گانومحاصره اوکړئ‌ اوراگیرئی کړئ‌ (وَاقْعُدُوا لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ) مراد دادی چه ددوی لاری بندی کړئ‌ دپاره ددی چه په داراسلام کښی آزاد اونه گرځی (تَابُوا) توبه دکفراوشرک نه چه دهغی نه په حدیث تعبیرکړی شوی دی په یشهدوا ان لااله الااللّه و ان محمد رسول اللّه (وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ) دا دلیل په دی خبره چه دکافرصرف په توبه لفظ باندی اعتبارنه شی کیدلی څوپوری چه داعملونه ورسره نه وی یوځای کړی دپاره تحقیق دتوبی (وَآتَوُا الزَّكَاةَ) ابن کثیروئیلی دی چه ابوبکررضی اللّه عنه د زکوٰة منع کوؤنکو سره قتال دپاره په دی آیت سره دلیل نیولی وؤ (فَخَلُّوا) مراد ددی نه عصمت دوینو او مالونو دهغوی دی لکه چه په حدیث دبخاری او احمد کښی ذکردی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل