التوبة ۴

إِلَّا الَّذِينَ عَاهَدْتُمْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ثُمَّ لَمْ يَنْقُصُوكُمْ شَيْئًا وَلَمْ يُظَاهِرُوا عَلَيْكُمْ أَحَدًا فَأَتِمُّوا إِلَيْهِمْ عَهْدَهُمْ إِلَى مُدَّتِهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ

مگرهغه کسان چه لوظ کړی وو تاسو دهغوی سره دمشرکانونه بیائی کمی نه دی کړی ستاسونه هیڅ او امداد ئی هم نه دی کړی ستاسو مقابله کښی دهیچ چاسره پس پوره کړئ‌ دهغوی سره لوظ دهغوی ترمودی دهغوی یقیناً اللّه تعالٰی خوښوی بچ کیدونکی (دبی لوظئ نه) -

په دی آیت کښی دوهم قسم مشرکان ذکردی اوهغوی ته معاهدین وائی په عهد موجل سره ځکه چه هغوی خپل عهد نه وؤ مات کړی اوهغه دوه قبیلی وی یوبنوضمره دوهم کنانه، دهغوی حکم دادی چه دهغوی عهد پوره کړئ ترهغی مودی پوری کوم چه مقررشوی وه اودهغوی په عهد کښی نهه میاشتی باقی پاتی وی - لیکن دهغودپاره دوه شرطونه دی (۱) لم ینقصوکم (۲) لم یظاهروا - اوحکم دهغوی ذکردی په دی قول سره چه (فَأَتِمُّوا) او(إِنَّ اللَّهَ) داعلت دی د أَتِمُّوا دپاره اودادلیل دی چه په عهدباندی وفاکول عمل دتقویٰ دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل