التوبة ۳

وَأَذَانٌ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الْأَكْبَرِ أَنَّ اللَّهَ بَرِيءٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ وَرَسُولُهُ فَإِنْ تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَإِنْ تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللَّهِ وَبَشِّرِ الَّذِينَ كَفَرُوا بِعَذَابٍ أَلِيمٍ

او اعلان دی دطرف د اللّه تعالٰی او رسول ﷺ دهغه نه په ورځ دحج لوئ چه یقیناً اللّه تعالٰی جدا دی دمشرکانونه او رسول ﷺ دهغه (هم جدادی) پس که تاسوتوبه ویستله (دشرک نه) پس دابه غوره وی تاسولره اوکه تاسومخ واړؤ نوپوهه شئ‌ چه یقیناً تاسو نه شئ کمزوری کولی اللّه تعالٰی لره اوزیره ورکړه کافرانو لره په عذاب دردناک سره -

په دی آیت کښی اعلان دبرائت ذکردی روستودفیصلی دبرائت نه مشرکینومحاربینوته چه هغوی لوظ کړی وؤ - بیاهرکله چه دا اعلان په ورځ دحج باندی دی اودهغی نه ترمحرم پوری څلور میاشتی نه وی پاتی نوځکه دی آیت کښی دڅلورو میاشتو ذکرنه دی شوی - سوال: اول آیت کښی الی الذین عاهدتم اه ذکردی اوپه دی کښی الناس ذکردی؟ جواب هغه برائت خاص دی په هغه معاهدینوپوری چه لوظ ئی مات کړی وؤ او دا اعلان عام دی ټولومشرکانوته که معاهد وی اوکه نه وی بلکه د اعلان په اوریدلوکښی مؤمنان هم شامل دی ( وَرَسُولِهِ) دا په رفع (پیښ) سره دی مبتداء دخبرئی خذف دی یاعطف دی په محل داسم اَنَّ باندی (فَإِنْ تُبْتُمْ) په دی کښی ترغیب دی توبه کولوته په زمانه دمهلت کښی (فَاعْلَمُوا) په دی کښی دتهدید مقصد دی اوپه آیت (۲) کښی دفع دوهم مقصد وه لکه چه مخکښی تیرشول (وَبَشِّرِ) بشارت ئی په طریقه د تهکم (مسخری) سره وئیلی دی (بِعَذَابٍ أَلِيمٍ) په دنیاکښی په قتل اوقیدکولوسره اوپه آخرت کښی په عذاب ابدی سره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل