فَسِيحُوا فِي الْأَرْضِ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللَّهِ وَأَنَّ اللَّهَ مُخْزِي الْكَافِرِينَ
پس اوگرځی په ځمکه کښی څلورمیاشتی اوپوهه شی چه یقیناً تاسو نه شئ کمزوری کولی اللّه تعالٰی لره او یقیناً اللّه تعالٰی شرموونکی دی کافرانولره -
په دی آیت کښی دهغی مشرکینودوهم حکم دی چه هغه مهلت دڅلورو میاشتو دی - شوال، ذوالعقده، ذوالحجة او محرم ځکه چه دازهری نه نقل دی چه دا سورة دشوال په اول کښی نازل شوی دی دوهم قول دادی چه دحج اکبردورځ نه به څلورمیاشتی به حسابیږی ترآخر دربیع الثانی پوری لیکن اول قول غوره دی په قرینه دآیت (۵) سره - اودا مهلت دپاره دفکرکولو دی دپاره ددی چه ایمان راوړی - (وَاعْلَمُوا) په دی سره دوه وهمونه دفع کوی اول وهم داچه آیا دا مهلت دوجی دعجز د اللّه تعالٰی نه دی ددوی دمقابلی نه؟ جواب: اوشوپه ( أَنَّكُمْ غَيْرُ) سره - دوهم وهم دادی چه دا مهلت دلالت کوی ددوی په اکرام اوپه عزت باندی؟ نوجواب اوشو (وَأَنَّ اللَّهَ مُخْزِي الْكَافِرِينَ) -