وَالَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ آوَوْا وَنَصَرُوا أُولَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ
اوهغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی او هجرت ئی کړی دی اوجهاد ئی کړی دی په لار د اللّه تعالٰی کښی اوهغه کسان چه ځای ئی ورکړی دی مهاجرینولره اومدد ئی کړی دی هغوی سره دغه کسان دوی مؤمنان دی یقیناً دوی لره بخنه او رزق عزتمند دی -
دی آیت کښی زیری دی مؤمنانوته او شان دصحابه کرامو ذکردی چه هغوی یقینی او کامل مؤمنان دی اوهغوی بخلی شوی دی ددی سورة په اول کښی پنځه صفات ذکروؤ اوبیا دا جمله ذکروه چه أُولَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا نوددی آیت اودهغه آیت داتصال نه دا نتیجه را ووتله چه مهاجرین اوانصار په هغه پنځه صفتونوسره متصف دی اودوی مستحق دهغه بشارت دی چه په اول دسورة او اوپه دی آیت ذکردی نوددی وجی نه لعنت دی په هغه چاچه صحابه کرامو بدوايی او په هغی طعن کوی -