وَالَّذِينَ كَفَرُوا بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ إِلَّا تَفْعَلُوهُ تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الْأَرْضِ وَفَسَادٌ كَبِيرٌ
اوهغه کسان چه کفرئی کړی دی بعضی ددوی ملگری دی دبعضو اوکه اونکړئ تاسو دا امداد نوپیدا به شی فتنه په ځمکه کښی اوفساد لوئ -
په دی کښی څلورم قسم دخلقو ذکردی چه هغه کافران دی اومقصد ئی دادی چه هغوی دیوبل سره امداد کوی په کفرکښی نوتاسوولی یوبل سره امداد نه کوئ په اسلام کښی مراد د ولایت دکافرانو نه یودبل سره مشابهت دی په کارونو دکفرکښی اوامداد کول او ډله کول دیوبل سره او د دوهمی جملی مطلب دادی که تاسودیوبل سره په دین کښی امداد اونکړئ نودی نه به فتنه پیداشی په غلبی دکافرانوسره په مسلمانانوباندی اولوئ فساد به جوړشی په شرک عام کیدلوسره -