وَالَّذِينَ آمَنُوا مِنْ بَعْدُ وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا مَعَكُمْ فَأُولَئِكَ مِنْكُمْ وَأُولُو الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَى بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
اوهغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی دهغی نه روستو اوهجرت ئی کړی دی او جهاد ئی کړی دی په ملگرتیا ستاسو کښی پس دغه کسان ستاسو دډلی نه دی اویو نسب والا خپلوان بعضی ددوی حقدار دی (دمیراث) دبعضوپه حکم د اللّه تعالٰی کښی یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی پوهه دی -
په دی آیت کښی ذکر دهغه صحابه کرامودی چه هغوی پس دفتحی نه ایمان راوړی دی اوهجرت او جهاد ئی کړی دی نودوی د مخکنی صحابه کراموپه جماعت کښی شماردی اودفتح نه مراد یا د حدیبیه صلح ده چه په شپږم کال دهجرت کښی شوی وه یافتح دمکی ده چه په اتم کال هجرت شوی وه (وَأُولُو الْأَرْحَامِ) مطلب ددی دادی چه میراث په سبب دنسب سره وی په سبب ددوستانی سره نه وی -