الأنفال ۷۰

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِمَنْ فِي أَيْدِيكُمْ مِنَ الْأَسْرَى إِنْ يَعْلَمِ اللَّهُ فِي قُلُوبِكُمْ خَيْرًا يُؤْتِكُمْ خَيْرًا مِمَّا أُخِذَ مِنْكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ

ای نبی ﷺ اوایه هغه چاته چه ستاسوپه لاسونو کښی دی دقیدیانونه که معلوم کړو اللّه تعالٰی په زړونوستاسو کی ایمان نودربه کړی غوره دهغه مال نه چه اخستی شوی دی ستاسونه اوبخنه به اوکړی تاسوته او اللّه تعالٰی بخونکی دی رحم کوونکی دی -

دادیارلسم قانون دی امیردپاره حاصل دادی چه په داسی قیدیانوکښی څوک دعویٰ د ایمان کوی دپاره ددی چه دفدئی ورکولو نه خلاص شی نوهغه ته اووایه چه فدیه ورکول په تالازم دی اوکه دعویٰ دایمان صحیح وی نو اللّه تعالٰی به ددی ډیرعوض درکړی اودا خبره واقعه دبدر کښی عباس رضی اللّه عنه ته پیش راغلی وه اگرچه آیت عام دی اوحکمت ددی قانون دادی که‌ په دعویٰ دایمان سره یوتن دفدئی نه خلاص کړی شی نوداسی به هریو دعویٰ کوی اوصفت دایمان خوپټ دی نوهریوته په فدیه معاف کړی شی نوقانون دفدئی عبث او مهمل گرځی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل