الأنفال ۷۱

وَإِنْ يُرِيدُوا خِيَانَتَكَ فَقَدْ خَانُوا اللَّهَ مِنْ قَبْلُ فَأَمْكَنَ مِنْهُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

اوکه دوی غواړی دهوکه ستاسو سره پس یقیناً دهوکه کړی وه دوی د اللّه تعالٰی سره ددی نه مخکښی پس قدرت ئی درکړو تاسولره په دوی باندی او اللّه تعالٰی پوهه دی حکمتونو والا دی -

(خَانُوا اللَّهَ) دخیانت نه مراد کفراوشرک ددوی دی اوجنگ کول دی دمسلمانانوسره (مِنْ قَبْلُ) مخکښی دواقعی دبدرنه (فَأَمْكَنَ مِنْهُمْ) مراد ددی نه غلبه دمؤمنانو ده په کافرانوباندی په بدرکښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل